Banner

څو شېبې په دانش ادبي بهير کې

19.08.2007 07:03 پخوا به په جمعه کې يو وار ښار ته تلم، په همدې يوه ورځ کې به مې بلا کارونه خلاص کړل. کلينک ته به مې درمل راونيول، په يارانو دوستانو به راوګرځېدم، د خپلې مجلې (سليمان غر) لپاره به مې ليکنې برابرې کړې او داسې نور... خو په دې ټولو سربېره به د نورو ډېرو يارانو په څېر د ګران اسد لا لا پوښتنې ته هرومرو ورتلم. که چا به کوم ليک يا ليکنه کړې وه د سليمان غر لپاره، هغه به يې هم له دانش صاحب سره اېښې وه. د دانش صاحب کتابتون نه و، هغه زموږ د (کابليانو) خبره ده، سمه دانش کده وه، چې د هر شاعر او ليکوال  به په کور کې زړه تنګ شو، نو دې دانش کدې ته به يې رامخه کړه. دانش صاحب هم په ورين تندي ورته د( خدای دې راوله) ويل. يو وخت غريب مجبور شو د کتاب پلورنځي څخه يې دفتر بيل کړو، لږ راکوز يې يو بل دفتر پرانستو، د کمپوز چارې يې هم هلته پيل کړې. ياران دوستان هم هلته ورکډه شول. په کتاب پلورنځي کې يې يو سپين ګيری ماما کينولی و، هر سړی به چې راغلو ويل به يې: دانش صاحب چېرته دی؟
هغه غريب په ورځ کې په لس ګونو کسانوسره کړاو کاوه، او د دفتر پته به يې ورکوله؛ خو اوس خلک بلد شول، سيخ هلته ورځي. د ده ياران په ده دومره زړور ورتلل، چې ډېر ځله ما ليدل، چې پرته له اجازې به يې المارۍ ته ورلاس کړ، کتاب به يې راواخيست او په څنګ کې به يې تخته کړ، دانش صاحب خو ستر زړه لري، چې کوم دوستان به له هغه ليکوال يا شاعر سره راغلي وو، هغوی ته به يې هم يو يو کتاب يا مجله په سوغات کې ورکړله. دا کار يې تر ډېره وکړ، يوه ورځ يې  پر قاري صاحب عمرخېل غږ وکړ، چې ياره نور نو دا خلک زما کار خرابوي، ته يو کاغذ وليکه چې د المارۍ پر سر يې ولګوو، او داسې پرې وليکه: په المارۍ کې د ګوتو نه وهلو زغم درته غواړو.
کاغذ يې د المارۍ پر سر مېخ کړ؛ خو فکر نه کوم، چې د دوی د زغم اوښانو ته به يې دروازې ټيټې کړې وي؛ ځکه چې په پښتو کې يو متل دی، چې اموخته مه اموخته کوه، چې اموخته دې کړ، بيا يې برخه ساته. اوس دانش صاحب مجبور دی، چې برخه يې وکړي. که نور هيڅ نه وي، الفت خو چې چاپ شي په زور يې هم ترې وړي. د چا چې ليکنه يا شعر په کې راغلی وي، هغوی خوڅو څو دانې مجلې ترې وړي. د دانش لالا ګاک يو په دې هم ډېر دی، چې د هر سړي سره يې ګپ ازاد دی، هغه که ملا دی، که شاعر دی، يا که له ده نه مشر دی او که ... هر سړی هڅيږي چې د دوی ګپ ته وخاندي او يوه خوږه خاطره ترې يوسي. که بلد وي نو همدا ګپ ورسره لګوي، که نا بلده او شاعر ورته ښکاره شو، نو کوم شعر پرې وايي، که څوک ملګری ورسره وي له هغه مېلمه سره، په هغه هم شعر يا کومه ټپه ضرور وايي. د ښه شاعر دعوه نه کوي؛ خو د کمزورو شاعرانو له قطاره هم ځان وباسي. ماته چې څومره مالوم دی په شعر ډېر ښه پوهيږي.
خبره ډېره رانه اوږده شوه، کيسه مې دا کوله، چې د دانش کتابتون ته له ډېرې مودې پس لاړم، زړه مې و، چې يوازې يو څو دقيقې ورسره کېنم؛ خو چې هلته لاړم، څه ګورم چې باز محمد عابد، سيد شاه سعود، برق صاحب، او يو دوه کسان نور هم ناست وو. يو ځوان چې نوی راته ښکاره شو ترې ومې پوښتل: ځوانه نوم دې، ويل يې زه مهر اندېش نومېږم د محمد اقبال اقبال وراره يم. ښه ده ما وېل چې هغه خو ډېر ښکلی شاعر دی. سيدشاه سعود مې وړاندې تر دې نه و ليدلی په انټرنېټ مې ورسره خبرې شوې وې، زما يې شعر ډېر خوښ و. په همدې ورځ مو هغه د غزنيچيانوخبره ده ډېره ګپه سره وکړه. عابد زه ور وپېژندم ويل يې حيران د کاروان صاحب د شعر يو خوږ لاروی دی. سعود ورته موسک شو، ويل يې ولې نه موږ ټول د هغه مريدان يو. کاروان خو کاروان دی، الله پاک دې ژوندی لري. په خبرو خبرو کې يې عابد ته مخ ورواړوو، چې کومه شعري ټولګه يې چاپ ته نه ده تياره. عابد او دانش صاحب ورته په يو ځای په خنداشول، ويل يې نه تياره ده، خو نه يې چاپ کوي. وايي چې په شعرونو مې زړه اوبه نه څکي. سعود زياته کړه، چې زه پوی يم، د کاروان شاعري تر مخکې نوره هم ښه شوې ده؛ خو کيسه داده چې خلکو يې زړه لوولی دی. رښتيا هم داسې ده، چې هر ځای زه ناست يم همدا خبره کيږي. کاروان ولې کتاب نه چاپ کوي، شعر يې کمزوری شوی دی. خبرو خبرو کې دانش صاحب ياده کړه، چې دا ځل دې خداې پاک ورته خير کړي، سايل يې پر شعر اوږده کره کتنه کړې ده، چې يوه برخه يې همدا نن سبا په  (الفت) کې خپروو، بلې ته به يې بيا په بله ګڼه کې ګورو. برق صاحب لومړۍ ورځ وه، چې ما خاموش وليد، ګني په داسې مجلسونو کې چې هغه (رښبيا دروغ) باد نه کړي؛ نو چېرته به يې بادوي. ياره که رښتيا راباندې وايئ ما ته خويې هغو ليکنو بيخي خوند نه دی راکړی، چې په خوشال بابا، عبدالرحمن بابا او حميد ماشوخېل پسې يې طنز کښلی دی. هغوی عرب ګرځولي دي. عبدالرحمن بابا يې د قېس کليوال ښودلی دی او حميدبابا يې حميده يعنې ښځه شاعره، ځکه چې حميد بابا هلکانو ته ډېر شعرونه ويلي دي، کېدای شي هغه به ښځه وه. په هر صورت له دې بې ځايه ټوکو سره زما په هيڅ وخت کې نه لګيږي، ما په دې اوږده مقاله ليکلې ده، کيدای شي چې بيا يې خپره کړم.
خبره مو د برق کوله، برق صاحب نن ډېرې خبرې ونکړې ، خدای پاماني يې واخيسته او لاړو. موږ شاعران خو چې سره کينو هرو مرو مو که کوم نوی شعر کښلی وي يو بل ته يې وايو. بيا چې له اسد لالا سره کېنې بيا يې چې نه وايې؛ نو هسې به يې نه وايې. موږ خو يوه د سيد جمال الدين افغان ادبي ټولنې په نوم يوه ټولنه لرله هغې هم د کډوالو په دې بهير کې سر وخوړو، اوس نو راته داسې ځای نه و، چې چاته مو دې په کې خپل شعر اورولی وای. مشاعره مو پيل کړه ښاغلي سعود له جېبه کاغذ راويست، په داوړو مخونويې غزلونه و، دواړه مو ترې واورېدل، چې يو يې دلته رااخلم:
پورې نه کړې دروازه راته جانانه
لاخو پاتې ده کيسه راته جانانه
ستا نظر به راته سترګې راپيدا کړي
بيا به راکړي حوصله راته جانانه
تر ايرو پورې مې پرېږده چې درګورم
لږه تېزه کړه شغله راته جانانه
ستا نامه مې د لېمو نه څڅېدله
پام دې نه و تېره شپه راته جانانه
بې سعوده ومه زه چې درکتل مې
بې څراغه وه لمبه راته جانانه.
        له سعود نه وروسته ښاغلي عابد يو نظم چې نصرت الله الهام ته يې ډالۍ کړی و، په مزه مزه واوراو. د مشاعرې په جريان کې ښاغلي مهر اندېش ته د هغه نوی کتاب (شعر تصوير د جانان) چې تازه چاپ و، راورسېدټولو توده مبارکي ورکړه. ويل مو چې پر کتاب به دې وروسته خبرې کوو، اوس دې د شعر نوبت دی، يو نظم يې واوروو. ورپسې زما وار راغی ما هم يوه څلوريزه او يو ازاد نظم بې له ترنمه ووې. له مشاعر په پای کې مو د اندېش صاحب کتاب په خلاصو سترګو وکتو.کور يې ودان ناستو ټولو کسانو ته يې يو يو کتاب ډالۍ کړ.  ښه کتاب و، په سپين اعلی او هغه د پېښوريانو خبره په جاذب کاغذ يې چاپ کړی و. پښتۍ رنګه وه، چې چپ خوا ته پرې د وچې ونې او ښي لوري ته پرې د انسان د سترګو او ټنډې تت انځور کښل شوی و، چې وحشت يې په سترګو کې له ورايه ښکارېده. په پښتۍ په څلورم مخ د شاعر انځور او ترې لاندې د ښاغلي محمداقبال اقبال لنډه سريزه راغلې ده. پرته له دې پر کتاب لومړی ليکنه د شاعرده، چې زما په اند بايد لومړی ترې نورې ليکنې راغلې وای. ورپسې د اغلې حسينه ګل او ښاغلي اباسين يوسفزي سريزې کتار دي. دلته به د کتاب له منځه يو غزل راوړم.
سم په ژړا د سترګو تور شي اوبه
مينه کې داسې د زړه زور شي اوبه
چې د غريز ښايست مې ملې ماتيږي
څه پرې که دلته کور په کور شي اوبه
خاورې به دلته څوک ثواب وګټي
چې ځنې پېغلو ته پېغورشي او به
چې د هغوی زمکې پرې ګل ټو کوي
په څه زموږ للمو ته اور شي اوبه؟
که دې کوثر په خپله لپه راکړه
زما د خوږ زړه به ټکور شي اوبه
مهر ته ياد شي ټنګ ټکور د کلي
په کلپاڼۍ کې چې په شور شي اوبه.
  له تاوده بنډاره وروسته مې دوی ته وويل، چې ياره زه خو د يو څو دقيقو لپاره راغلی وم، ورځ راباندې تېره شوه، عابد موسک شو ويل يې چې زه له کابل نه راشم دوه درې ورځې رخصتي مې وې دريمه برخه ددغو دريو ورځو دلته په دانش کتابتون کې تېروم. له دې سره ټول په خندا شول. خدای پاماني مې ترې راواخېسته  او بس کيسۍ لاړله پورته او زه راغلمه کورته.18/08/2007

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.